د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د ۸مې نېټې په ماسپښين ايران اعلان وکړ چې په تهران کې د شويو ترهګريزو بريدونو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته پورته شو. په عين وخت کې يې د ۵ ترهګرو لنډ معلومات هم خپاره کړي دي.
د ايران د دولتي اژانس د تازه خبر له مخې، په ۷مه نېټه ايران د پارلمان پر ودانۍ او د فقيد ستر مشر امام خوميني پر مقبرې د ترهګريزونو بريدونو له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۵۲ تنه ټپيان دي.
د ايران د انګليسي خبرونو تلويزيون د جون په ۸مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د استخباراتو څانګې د همدې ورځې له غرمې وروسته د نومونو او عکسونو په شمول د ۵ ترهګرو لنډ معلومات خپاره کړل. دغه ۵ ترهګر ابو جهاد، رامين، قيوم، سيرياس او فريدون نوميږي، خو د دوی د کورنيو نومونه نه دي خپاره شوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |