CRI Online

د بريکس هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا عملي پلان خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 20:50:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو د خبري رسنيو لوړ پوړی فورم د جون له ۷مې څخه تر ۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو چې د بريکس ۵ غړو هېوادونو د ۲۷ عمده خبري رسنيو مسئولينو پکې ګډون کړی و. برخوال په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو د پياوړتيا په اړه د نظريو يووالي ته ورسيدل او په ګډه يې د بريکس هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا عملي پلان خپور کړ.

د نوموړي پلان سره سم، د بريکس هېوادونو خبري رسنۍ به د نړيوالو عامو افکارو د برابرۍ د ساتنې، د خبري رسنيو د ټولنيز مسئوليت د پياوړتيا، د خلکو ترمنځ د پېژندنې او تبادلې د ژوروالي، د همکاريزو برخو د پراخوالي، د ډيجيټالي خبري رسنيو د ګډې ابادۍ او د پولي معلوماتو د خدمت په شپږو برخو کې هلې ځلې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای