CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوټين سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 08:57:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په اتمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمينه استانا کې د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوټين سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان له نويو پرمختيايي فرصتونو او ننګونو سره مخامخ دی. چين او روسيه بايد د تګ راتګ او همغږيو په پياوړتيا سره د شانګهای روحيې له مخې د غړيو هېوادونو ترمنځ د يووالي، د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو او د همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د دغه سازمان اغيزې پراخې شي او د افغانستان په سوله ييز بهير کې د دغه سازمان رول پياوړی شي. چين به د استانا سرمشريزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي هېواد دنده پر غاړه واخلي. چين غواړي د روسيې په شمول له بېلا بېلو خواوو سره نژدې همکارۍ او همغږۍ وکړي او په هره ساحه کې د دغه سازمان په چوکاټ کې همکارۍ ژورې کړي.

ولسمشر پوټين وويل، چې د روسيې او چين ترمنځ د عالي رتبه تګ راتګ ډېر اهميت لري. دواړه هېوادونو بايد د پيچلو نړيوالو حالاتو په وړاندې د نړيوالې او سيمه ييزې سولې، ثبات او امنيت د ساتلو لپاره لا ښې همکارۍ وکړي. روسيه غواړي له اړوندو خواوو سره يو ځاي د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د يووالي او په نړيوالو چارو کې د دغه سازمان د اغيزې د پراختيا لپاره هڅې وکړي. نوموړي يو ځل بيا د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د سرمشريز فورم د برياليتوب په نسبت چين ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ډېر مهم واقعی ارزښت لري او د نړيوالې ټولنې ملاتړ يې تر لاسه کړی دی.

بر سېره پردې، دواړو مشرانو د افغانستان او د کوريا ټاپووزمۍ په شمول د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای