CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 09:12:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په اتمه نېټه په استانا کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره وکتل.

وزير وانګ يي لومړی د ايران په پلازمينه تهران کې د ترهګريز بريد له امله وزير ظريف ته خواخوږۍ څرګنده کړه. هغه وويل، چې چين پر دغه بريد سخت نيوکه کوي، له هر ډول ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت کوي او له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه لا ښې همکارۍ وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د چين او ايران ترمنځ اړيکې ټينګې دي او چين د ايران د هغه عمل ستايي چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کوي. د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې دوه اړخيزې همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره، بلکې د دې سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره ګټور وي.

وزير ظريف د تهران د بريد په تړاو د ايران د حکومت او خلکو په استازيتوب د چين له خواخوږۍ پوښتنې او ملاتړ څخه مننه وکړه. نوموړي وويل، چې ايران د اوسنيو دوه اړخيزو اړيکو په باب راضی دی او غواړي د عالي رتبه تګ راتګ د پياوړتيا او د دوه اړخيز اقتصاد او سوداګرۍ د ژورتيا لپاره هڅې وکړي.

بر سېره پردې، دواړو وزيرانو د خليج سيمې د اوضاعو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. وزير وانګ يي وويل، چې د خليج سيمې سوله او ثبات د دې سيمې د هېوادونو او حتی د ټولې نړۍ له ګډو ګټو سره سمون خوري. نو چين غواړي چې اړوند هېوادونه په مناسبه توګه خپلمنځي توپيرونه ليرې کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای