د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د قطر د بشري حقوقو دولتي کميټې مشر علي بن صوميخ الماري د جون په اتمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د بحرين، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په شمول د خليج يو شمېر هېوادونو له قطر سره رسمي اړيکې او سمندري، ځمکني او هوايي ترافيک او د خلکو ترمنځ تګ راتګ پرې کړی دی. دغه عمل له نړيوالو قوانينو او سيمه ييزو قواعدو څخه سرغړونه ده او د قطر د اتباعو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو پر بشري حقوقو باندې تيری دی. دغه عمل د دې سيمې د هېوادونو په اجتماعي نظام، اقتصادي تګ راتګ او کولتوري تبادلې باندې زياتې منفي اغيزې لري.
د دغې کميټې د خبر له مخې، د جون په ۶ مې او ۷مې نېټې د دغې کميټې قانوني څانګو د قطريانو او بهرنيانو لخوا له ۴۰۰ څخه زيات د شکايت غوښتنې منلې دي چې د يادو هېوادونو او قطر ترمنځ د رسمي اړيکو پرې کول د دغو کسانو پر ژوند باندې زياتې منفي اغيزې اچولې دي. د معلوماتو له مخې، اوس په څه نا څه ۶۵۰۰ کورنيو کې د قطريانو او د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرين د اتباعو ترمنځ ودونه شوي او په قطر کې د يادو دريو هېوادونو څه باندې ۱۱۳۰۰ اتباع ژوند کوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |