CRI Online

پاکستاني پوځ د داعش يوه اډه ويجاړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 09:40:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پاکستاني پوځ د جون په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو څو ورځې مخکې په بلوچستان ايالت کې د وسله والو د پاکولو په عملياتو کې د داعش او د لاشقاري جهانګوي په نامه د دوې ملاتړونکې ډلې يوه اډه ويجاړه کړه او زياتې وسلې يې نيولې دي.

د پاکستان د اردو د مطبوعاتي ادارې مشر اسيف غافور وويل، چې ياد عمليات د جون له لومړۍ نېټې څخه د ماستونګ په سيمه کې پيل شول او درې ورځې يې دوام درلود. د اطلاعاتو له مخې، د يادې ډلې له لسو څخه تر پنځلسو تنو پورې وسله وال د ماستونګ له جنوب ختيځې برخې څخه پناه کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پاکستاني پوځ په بريالۍ توګه توګه ياده اډه ويجاړه کړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای