د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سنيګال خارجه وزارت د جون د ۷مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې سمدلاسه له قطر څخه خپل لوي سفير وباسي، تر څو له قطر سره د سعودي عربستان په شمول د ځينو هېوادونو د رسمي اړيکو له پرېکون څخه ملاتړ وکړي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې سنيګال د خليج سيمې حالاتو ته پاملرنه کوي او د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرين او مصر په شمول د ځينو هېوادونو له عملونو څخه ملاتړ کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |