د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جون د اتمې نېټې په شپه د رايه ورکولو د مرکزونو په بهر کې د ابتدائي شمېرنې له مخې، د بريتانيې د اوسنۍ صدراعظمې تيريسا مې په مشرۍ محافظه کار ګوند د دغه هېواد په پارلماني ټولټاکنو کې مخکی دی، خو هيڅ ګوند له نيمايې څخه زياتې څوکۍ نه دي تر لاسه کړې.
د بريتانيې د سکای ټلويزيون د شمېرنې له مخې، محافظه کار ګوند د ولسي جرګې ۳۱۴ څوکۍ، کارګر ګوند ۲۶۶ څوکۍ، ازادۍ ډيموکرات ګوند ۱۴ څوکۍ او د سکوتلند قومي ګوند ۳۴ څوکۍ نيولې دي.
اوس د رايو شمېرنه روانه ده او وروستي پايله ښايي په نهمه نېټه څرګنده شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |