CRI Online

م م: په تېرو دوو اوونيو کې داعش په موصل کې لږ تر لږه ۲۳۰ عام وګړي وژلي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 10:16:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو عالي دفتر د جون په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د مې له ۲۶مې نېټې څخه راپدېخوا داعش د عراق د موصل د لويديځې ګوښې په جنګي سيمه کې لږ تر لږه ۲۳۱ هغه عام وګړي وژلي دي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د مې په ۲۶مه نېټه وسله والو پر هغو عامو وګړيو ډزې وکړې کوم چې غوښتل يې د الشيفا له سيمې څخه وتښتې چې له امله يې د ۱۴ ښځو او ۵ماشومانو په شمول ۲۷ تنه وژل شوي دي. د جون په ۱مه نېټه وسله والو د دغې سيمې يوې فابريکې ته په نژدې سيمه کې پر عامو وګړيو ډزې وکړې چې ۱۶۳ عام وګړي وژل شوي او نور بې شمېر وګړي ورک شوي دي. بر سېره پردې، د جون په ۳مه نېټه وسله والو په دغه سيمه کې نور ۴۱ عام وګړي ووژل.

د بشري حقوقو په اړه د م م عالي رتبه چارواکي زيد راد زيد الحسين په دغه اعلاميه کې پر وسله والو نيوکه کړې چې د عامو وګړيو وژنه جنګي جرم دی، نو د عراق حکومت بايد دغو وسله والو ته سخته سزا ورکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای