CRI Online

قطر له يمن څخه خپل هوايی پوځ ايستلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 10:32:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر د ملي دفاع وزارت د حکم سره سم، د قطر هوايي پوځ د جون په ۸مه نېټه له يمن څخه ووتل.

د ۲۰۱۵م کال په مارچ کې د سعودي عربستان تر مشري لاندې د سعودي عربستان، کويت، بحرين، عربي متحده اماراتو، قطر او مصر په شمول د ځينو هېوادونو لخوا د عرب ګډ پوځ په يمن کې د حوثې وسله والو او د پخواني صاليح د ملاتړ کوونکو ځواکونو په مقابل کې د فيصله کوونکو توپان په نامه نظامي عمليات پيل کړل.

د قطر د الجزيرې ټلويزيون د خبر له مخې، قطر د يمن د هوايي بريد په لومړی پړاو کې د ګډون په هکله لس جنګي الوتکې او د بمبارۍ الوتکې لېږلې دي. بر سېره پردې، قطر ګډو پوځونو ته د درندو وسلو او د منځنۍ سيمې ګوليو په شمول زرګونه سرتيري او زياتې وسلې لېږلي دي او د يمن په پلازمينه او نورو سيمو کې يې پوځي عملياتو کې ګډون کړي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای