د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان ولسمشر نورسطان نظربايف د جون په ۸ مه نېټه وويل، چې چين به د استانا د سرمشريزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د قزاقستان پر ځای د شانګهای همکارۍ سازمان دنوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي. هغه هېله لري چې چين د دغې دندې په موده کې بريالی شي.
د معلوماتو له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورادوه ورځنی ۱۷ مه غونډه په همدې ورځ د قزاقستان په پلازمينه استانا کې پرانيستل شوه. ولسمشر نظربايف وويل، چې چين به په هغه مهم وخت کې د دغه سازمان د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي، کوم چې هند او پاکستان به د جون په نهمه نېټه په رسمي توګه په دغه سازمان کې شامل شي. په دې نسبت به د دغه سازمان دغړيوهېوادونو نفوس د ګردې کرې په عمومي نفوس کې د څلوېښت فيصدو برخه او د اقتصاد عمومي حجم يې د ټولې نړۍ يو په درېيمه برخه نيسي.
د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا د شانګهای همکارۍ سازمان د پريکړو عالي رتبه ارګان دی او هر کال د دغه شورا يوه سرمشريزه غونډه جوړېږي. په دغه غونډه کې د دغه سازمان په چوکاټ کې د ټولو مهمو مسئلو په اړه پريکړې کوي. د دغې غونډې دايرونکي هېواد هم د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه اخلي.(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |