CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 14:08:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۹مه نېټه په استانا کې د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره وکتل.

رئيس شي وويل، چې اوسنۍ نړيواله اوضاع د ژوره بدلون په حال کې ده. چين او هند بايد په نړۍ کې د دوو لويو پرمختيايي هېوادونو په توګه لا ښې همکارۍ وکړي او د خپلو هېوادونو د پرمختګ د چټکتيا، د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. رئيس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د رسمي غړي په توګه د هند د منلو په نسبت هند ته مبارکي څرګنده کړه. نوموړي وويل، چې چين غواړي د دغه سازمان په چوکاټ کې له هند سره همکاري وکړي او د دغه سازمان د سالم او پر له پسې پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

صدراعظم مودي وويل، چې هند او چين لرغوني مدني هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزې دوستۍ شته. د اوسنيو نړيوالو اوضاعو په وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټينګې اړيکې د نړۍ د ثبات د ساتلو لپاره ګټورې وي. دواړه هېوادونه بايد په نړيوالو چارو کې لا نژدې همغږۍ وکړي او د متقابل درناوي پر بنسټ توپيرونه ليری کړي. هند په دغه سازمان کې د شاملېدو په بهير کې د چين له ملاتړ څخه مننه کوي او هيله ده چې دواړه هېوادونه د دغه سازمان په چوکاټ کې لا ښې همکاري وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای