CRI Online

د چين استاري له ترهګرو سره د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 14:21:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين مرستيال دايمي استازي وو های تاو د جون په اتمه نېټه وويل، نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ د پرمختګ د نويو ځانګړتياوو سره سم د ترهګرو سره د ګډې مبارزې لپاره همکارۍ پياوړې کړي.

هغه په همدې ورځ د م م په يوه علني غونډه کې وويل، په دې وروستيو کې، د مصر، افغانستان، بريتانيا، فرانسې او ايران په ګډون هېوادونو کې ترهګريز بريدونه رامنځته شوي دي او له امله يې د اړوندو هېوادونو وګړي سخت زيانمن شوي دي. ترهګري د ټولو انسانانو پر مخ دوښمن دی. هر يو هېواد د ترهګرو پر ضد مبارزه کې په مجرد ډول برياليتوب نه شي تر لاسه کولی. په اوسني مهال کې، ترهګري په عمومي ډول د عراق او سوريې په ګډون شخړې لرونکو سيمو کې موجوده ده. نړيواله ټولنه دې د سيمه ييزو شخړو د سياسي حل او د سوله ييزو خبرو اترو د هڅونې، د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ د ساتنې لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين په دې وروستيو کلونو کې د م م او د شانګهای د همکارۍ سازمان په شمول د څو نړيوالو سازمانونو په چوکاټ کې د ترهګرو پر ضد مبارزه کې مهم خدمتونه برابر کړي دي او غواړي چې په راتلونکي کې په مداوم ډول له اړوندو هېوادونو سره يو ځای د ترهګرۍ د بيخي له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای