CRI Online

د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ليو جن مين د م م د مرستيال سرمنشي په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 14:21:39

د چين نړيوالې راډيو د خپر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د جون په اتمه نېټه اعلان وکړ چې د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ليو جن مين به د ښاغلي وو هونګ پر ځای د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو په اړه د مرستيال سرمنشي په توګه وټاکل شي.

ګوټريس وويل، ښاغلي ليو جن مين په بهرنيو چارو کې دېرش کلنه کاري تجربه لري، سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو ته يي لوړ پام دی، د اقليمي بدلون په خبرو اترو کې يې په ژور ډول ګډون کړی، د کيوتو پرېکړه ليک او د پاريس تړون د لاسليکولو لپاره يې خدمتونه کړي دي او د نړيوال چاپيريال د ساتنې په عملياتو کې يې رول لوبولي. برسيره پر دې، هغه په تيرو څو کلونو کې د دوامدار پرمختګ د ساتنې لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای