CRI Online

د چين او قزاقستان مشرانو د اسيا او اروپا تر منځ د توکيو د ليږد راليږد په اړه ويډيويي خپرونه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 14:36:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون د اتمې نيټې په ماسپښين، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د قزاقستان ولسمشر نورسطان نظربايف د استانا د نړيوال نندارتون په چيني خيمه کې د اسيا او اروپا ترمنځ د توکيو د ليږد راليږد په اړه ويډيويي خپرونه کې ګډون وکړ. رئيس شي جين پينګ وويل، دواړه هېوادونه به د اسيا او اروپا ترمنځ د توکيو د ليږ راليږد سمندري او ځمکني لارې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د همکارۍ وړانديز د نمونې او د موډل پروژې په توګه جوړ کړي.

((محترام رئيس شي جين پينګ او ولسمشر نظربايف، د چين د جيانګ سو ولايت په ليان يون ګانګ ښار کې د چين او قزاقستان ترمنځ د توکيو د ليږ راليږ په همکاريزه اډه کې ژورې اوبه لرونکی بندر، په سمندر کې د مالونو د ليږدونکو کرښو، د چين او اروپا ترمنځ توکي ليږدونکی اورګاډی او د توکيو د حمل و نقل سټېشنونه په ابتدايي او سالمه توګه سره همکاري پيل کړې.))

دغه ويډيويي خپرونه د ليان يون ګانګ ښار د توکيو د حمل و نقل له همکاريزې اډې څخه پيل شوه، په ويډيو کې دا ښودل کېږي چې کانتينرونه د ارام سمندر له بېړۍ څخه کښته شوي او هغو دواړو اورګاډيو ته ليږدول شوي چې په جلا جلا توګه له ليان يون ګانګ څخه الماتا او استانبول ته حرکت کوي. ور پسې کامره د شينجيانګ د قورغاس – ختيځې دروازې ځانګړې اقتصادي سيمې ته ګرځي او په ويډيو کې دا ښيي چې له ليان يون ګانګ څخه د جرمني تر هامبورنګ پورې د اورګاډي بڼه د بدلېدو په حال کې ده او له الماتا څخه تر ليان يون ګانګ پورې اورګاډی د ګروپ په رديفي نمبر جوړېږی.

شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه، د اسيا او اروپا ترمنځ د توکيو د حمل و نقل اورګاډۍ نه يوازې چين او قزاقستان ته ګټې رسولي او رسوي يې، بلکې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د اړوندو هېوادونو لپاره د توکيو د ليږد راليږد او د همکارۍ اسانتياوې برابرې کړي. ده وويل

((د نړيوال حمل و نقل په برخه کې د چين او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ په پياوړتيا به د سيمه ييز پرمختګ او سمسورتيا لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي. هيله لرم چې دواړه خواوې په دوامداره توګه خپلمنځي همکاري لا نوره ژوره او پياوړې کړي او د اسيا او اروپا ترمنځ د توکيو د ليږ راليږد سمندري او ځمکنۍ لارې چې د ليان يون ګانګ او قورغاس په وسيله سره يو ځای شوې، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز په اړه د نمونې او د موډل پروژې په توګه جوړه کړي. اړوند هېوادونه په ګډه دغه لاره جوړه کړي چې له سولې، سمسورتيا، پرانيستنې، نوښت او تمدن څخه ډکه وي. ))

د قزاقستان ولسمشر نورسطان نظربايف په خپله وينا کې هم دا منلې چې د توکيو د ليږد راليږد سمندري او ځمکنۍ لارې د چين او قزاقستان د تګلارو په برخه کې د همکارۍ يوه مهمه لاسته راوړنه ده. هغه وويل

((نن ورځ د موادو هغه حمل و نقل چې د ليان يون ګانګ له همکاريزې اډې او د قورغاس- ختيځې دروازې له ځانګړې اقتصادي سيمې څخه پيل شوي، د ځلاندې لارې په نوم نوې اقتصادي تګلارې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړونې له وړانديز سره د همکارۍ يوه بريالۍ بېلګه ده. د قزاقستان او چين د پلان له مخې، تر ۲۰۲۰ کال پورې به د کانتينرونو شمېر دوو مليونو ته ورسيږي، دا به په قوي توګه د دواړو هېوادونو اقتصادي ابادۍ وهڅوي او د وريښمو لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو او وګړيو ته به ګټې ورسوي.))

دواړو مشرانو په همدې ورځ د استانا د نړيوال نندارتون لپاره د چين له خيمې څخه ليدنه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای