د چين د خلکو پوهنتون د کلتور اکاډمۍ مشر دينګ فانګ د باميان بتان د بيا رغونې په اړه د چين پلان بيانوي.
د افغان کلتوري اثارو د بيا سمسورتيا او راتلونکي په اړه څېړنيزه غونډه چې د چين د خلکو پوهنتون د کلتور اکاډمۍ له خوا جوړه شوې، د جون په ۹مه نېته په بېجينګ کې تر سره شوه.
مشهور جاپاني پروفيسر اکيرا مياجي، د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ مرستيال څېړونکي ګو وو، د پايتخت دارالمعلمين ډاکټرې فان جيا لينګ په شمول د مشهورو چيني او بهرنيو پوهانو، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکي فريدون احمديار، د خبري رسنيو د استازو او افغان محصلينو په ګډون له شلو نه زياتو کسانو په دې غونډه کې ګډون کړی و. برخوالو د چين او افغانستان ترمنځ د تاريخي او کلتوري تګ راتګ او په افغانستان کې د لرغونو بودايي ميراثونو د اوسني حالت او راتلونکي په هکله بحثونه وکړل.
د چيني پوهانو په اند د عصري مولټيميډيا تکنالوژۍ له لارې د تاريخي ميراثونو او ځايونو بيا ښکارول د باميان د کلتوري، هنري او تاريخي ارزښت د يادولو ښه لار ده.
ډاکټره فان جيان لينګ د باميان بتانو د بيا رغونې په اړه د طرحې د ورپېژندلو په حال کې ده
د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې مشر شي منګ (زلمی) د افغان ټولنې او کلتور په اړوند د معلوماتو د معرفي په حال کې.
مرستيال څېړونکی ګو وو د چين او افغانستان ترمنځ د تاريخي دوستۍ او تګ راتګ د بيانولو په حال کې دی.
غونډه د بحث په حال کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |