د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د جون په ۹مه نېټه وويل چې د پاکستان اړوندې څانګې خبر ورکړ چې ښايي په دغه هېواد کې تښتول شوي ۲ چينايان وژل شوي وي.چين دغه حالت ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په پر له پسې توګه به د پېښې په اړه اړوند معلومات تر لاسه کړي.
راپورونه وايي چې د تېرې مياشتې په ۲۴مه نېټه په پاکستان کې د داعش له لوري تښتول شوي ۲ چينايان وژل شوي دي.وياندې هوا وويل چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت کوي او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د هېواد د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د پاکستان د کوښښونو ملاتړ کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |