د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د کورنيو چارو وزارت د جون په ۹مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ د هېواد په بابيل ولايت کې يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې شل تنه وژل شوي او يوويشت تنه ټپيان دي.
د عراق د کورنيو چارو وزارت په يوه علاميه کې راغلي چې يو بريدګر د بابيل ولايت د موسياب ښار په بازار کې تر ځان تړلي بمونه وچاودل. د چاودنې له امله شل تنه وژل شوي او يوويشت تنه ټپيان دي او شاو خوا زيات دکانونه او موټرونه سخت زيانمن شوي.
د سرچينې په قول، ټپيان رغتون ته ليږدول شوي، د وژلو شويو شمېر ښايي پورته شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |