CRI Online

شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د شورا په ۱۷مه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-10 15:53:16


شي جين پينګ په غونډه کې د وينا په حال کې


شي جين پينګ په سرمشريزه کې د وينا په حال کې

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د شورا ۱۷مه غونډه د جون په ۹مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره شوه چې د چين د دولت ريس شي جين پينګ، د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف، د قرغيزستان ولسمشر المازبيک اتامبايف، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمانوق او د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرزايويف په کې ګډون وکړ. د چين د دولت ريس شي جين پينګ په غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او و يې ويل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد د ګډ برخليک نظريې پياوړې کړي، اتحاد او همکارۍ دې ټينګې کړي، په ګډه دې له ننګونو سره مقابله وکړي، واقعي همکارۍ دې نژدې کړي، کولتوري تګ راتګ دې پياوړی کړي، پرانستې او زغم لرونکې رويه دې وساتي او د دغه سازمان لا روښانه راتلونکې دې جوړې کړي.

په همدې ورځ لومړی د دغه سازمان د غړيو هېوادونو مشرانو تر منځ يوه غونډه تر سره شوه او ورپسي د دې سازمان د کتونکو هېوادونو په توګه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، د بلاروس ولسمشر اليکسانډر لوکاشينکو، د مغولستان ولسمشر تساخيا يلبيګدورګ، د هند صدراعظم نارندرا مودي، د پاکستان صدراعظم نواز شريف، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او د م م سرمنشي ګوټريس په شمول د اړوندو نړيوالو او سيمه ايزو سازمانونو استازيو د لوي چوکاټ په غونډه کې ګډون وکړ. په غونډه کې برخوالو مشرانو د شانګهای د همکارۍ سازمان د پرمختګ د اوسني حالت، دندو او راتلونکې ارزونې وکړې، د مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسلو په هکله يې د نظريو تبادله وکړه او زياتې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې. په غونډه کې په رسمي توګه هند او پاکستان د دغه سازمان د غړيو هېوادونو په توګه ومنل شول. په غونډه کې پريکړه شوې چې د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د شورا راتلونکې غونډه به په ۲۰۱۸ کال کې چين کې تر سره شي او راتلونکې ريسه هېواد به چين وي.

د چين د دولت ريس شي جين پينګ د اتحاد او همکارۍ، پرانستې او زغم لرونکې، د خوندي او ثابت او د پرمختيا او سمسورتيا ګډې کورنۍ د ابادۍ تر عنوان لاندې مهمه وينا وکړه.

ژباړونکې:ډيوه


د سرمشريزې له پيل وړاندې د غړو هېوادونو مشرانو يوه غونډه ترسره کړه


د سرمشريزې له پيل وړاندې د ګډون کوونکو مشرانو او استازو ګډ انځور


د کوچنۍ غونډې له پيل مخکې د غړو هېوادونو د مشرانو ګډ انځور


په سرمشريزه کې هند او پاکستان ته د سازمان غړيتوب د ورکولو پرېکړه وشوه. دا د هند او د پاکستان له صدراظمانو سره د نورو غړو هېوادونو مشرانو ګډ انځور 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای