CRI Online

ايران د۴۱ تنو ترهګرو د نيولو خبر ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-10 16:33:57

د ايران د خبري اژانس د خبر له مخې: د ايران امنيتي پوځ ۴۱ هغه ترهګران نيولي دي چې ښايي د داعش په ترهګريزو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران د استخباراتو څانګې په همدې ورځ په يوه خبرتيا کې وويل چې د لويې پيمانې له پلتونکو فعاليتونو وروسته په داعش ډلې پوري اړه لرونکي ۴۱ تنه شکمن کسان د تهران، کرمانشاه ولايت او د لويديځ ازاربايجان په ولايت کې کې نيول شوي دي. په دې نېونو کې زياتې وسلې هم تر لاسه شوې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای