CRI Online

د سوريې پوځ په وروستيو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د سوريې او عراق تر منځ سرحدې سيمې ته رسيدلې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-10 16:42:22

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د سوريې پوځ د جون په ۹مه نېټه د يوې ا علاميې په خپرولو سره وويل چې د سوريې پوځ او د دوط ملګرو په همدې ورځ د حموس په ولايت کې په پوځي فعاليت کې لاس ته راوړنې تر لاسه کړې چې عراق ته نژدی سرحدی سيمې ته رسيدلې دي.

د سوريې او عراق تر منځ د سرحدی سيمې زياتې برخې په اوږده موده کې د داعش تر کنټرول لاندی و او د سوريې پوځ په همدې ورځ پوځي فعاليت کې په وروستيو کلونو کې د لومړي ځل لپاره دغې سيمې ته رسيدلې دي.

په همدې ورځ د کردانو په مشرۍ د سوريي دموکراتيک پوځ اعلان وکړ چې د ال راکاه ولايت د ال راکاه ښار د ازادی کېدو جګړې لاس ته راوړنې تر لاسه شوې او په بريالې توګه له داعش څخه دوي ځايونه ونيول شول.

ژباړونکې:ډيوه  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای