CRI Online

د عراق او ترکيې حکومتونو د کردانو خودمختاره سيمې د خپلواکۍ مسلې د رايګري وخت د اعلان په هکله غبرګونونه وښودل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-10 17:11:02


د ترکيې صدراعظم په نهمه نېټه په تلويزيوني خبرو کې له رايګري سره مخالفت څرګند کړ

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د عراق د کردانو د خودمختاره سيمې ريس مسعود بارزاني د جون په ۷مه نېټه د دغې سيمې د عمده سياسي ډلې له مشرانو سره يوه غونډه تر سره کړه او بېلا بېلو خواوو له غونډې وروسته اعلان وکړ چې د سپتمبر په ۲۵مه نېټه به د کردانو د خودمختارې سيمې د خپلواکۍ مسلې په هکله رايګري تر سره کړي چې نه يوازې د کردانو د خودمختارې سيمې تر ادارې لاندې دري ولايتونه، بلکې اوس د کردانو تر کنټرول لاندې خو د عراق له مرکزي حکومت سره اختلافي سيمې هم پکې شاملې دي. عراق او ترکيې د جون په ۹مه نېټه په جلا توګه غبرګونونه ښودلي دي.

د عراق حکومت په ۹مه نېټه وويل چې د اساسي قانون له مخې به د کردانو له خودمختارې سيمې سره اړيکې تصديق کړي. د عراق د صدراعظم دفتر وياند په يوه اعلاميه کې وويل چې هره پريکړه چې د عراق له راتلونکې سره اړيکې لري، بايد د اساسي قانون له مقرراتو سره سمون ولري او بايد د عراقيانو لخوا پريکړه وشي.

د ترکيه صدراعظم بيناليم يلديريم په ۹مه نېټه په انقره کې وويل چې ترکيې له دغې رايګري سره مخالفت کوي او هيله لري چې عراق د خاورو بشپړتيا وساتي. دغه رايګري مسولانه عمل نه دی چې له امله به يې عراق نويو مسلو او توپيرونو سره مخامخ شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای