CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دولت ريس شي چين پينګ د سفر په هکله مالومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-11 17:34:36

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جون له ۷مې نيټې څخه تر ۱۰مې نيټې پوري د چين د دولت ريس شي جين پينګ قزاقستان ته سفر وکړ او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو د شورا په ۱۷مه غونډه او د استانا د نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يې ګډون وکړ. له سفر وروسته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د دغه سفر په هکله مالومات ورکړل. هغه وويل چې ريس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ له سرمشريز فورم وروسته لومړی ځل بهر ته سفر وکړ او دا اروپايي او اسيايي سيمو ته د چين يو مهم دپلوماتيک فعاليت دی. په څه دپاسه ۶۰ ساعتونو کې ريس شي جين پينګ په څه دپاسه ۲۰ څو اړخيزو فعاليتونو کې ګډون وکړ، د چين او قزاقستان تر منځ د دوستانه همکارۍ په هکله په بحثونو کې برخمن و، د شانګهای د همکارۍ سازمان د راتلونکې نقشه يې انځور کړه او د استانا په نړيوال نندارتون کې يې هم ګډون کړی. دغه سفر د سوله ايزې همکارۍ، پرانستې او زغم لرونکې رويې، يو د بل څخه زده کړه کولو او د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر روحيې ټينګار کړی چې د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته ټينګې قوې يې ورکړی، د چين او د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اړيکو د تړلو پل يې نژدی کړی او د دې سيمې سولې او سمسورتيا ته يې پراخې راتلونکې موندلې دي. د چين په دننه او بهر کې عام افکارو د ريس شي جين پينګ سفر ته ډېره پاملرنه کړی او دا نظر يې څرګند کړی چې دغه سفر د يو کمربند او يوې لارې پلان د پرمختګ او د چين او ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګېدو نوې پاڼه يې خلاصه کړې ده او د يو لوی، مسولانه او باور لرونکي هېواد بڼه يې ښودلې ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای