د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د هلمند ولايت والي وياند عمر ځواک د جون په ۱۰مه نېټه وويل چې په دغه هېواد کې ميشته امريکايي پوځ په يو هوايي بريد کې د امنيت يوه د تلاشۍ پوسته ويشتلې چې له امله يې لږ تر لږه ۳ پوليس وژل او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
عمر ځواک وويل چې دغه پيښه د هلمند ولايت د مرکز لښکر ګاه په لويديځ د نادي علي په ولسوالي کې شوې ده او په هغه وخت کې د افغانستان پوځ او په دغه هېواد کې نړيوالو پوځونو ګډ پوځي فعاليتونه تر سره کول.
په افغانستان کې امريکايي پوځ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دا تصديق کيدای شي چې افغان پوځيان په هلمند ولايت کې د افغانستان د پوځ او امريکايي پوځ په ګډو پوځي فعاليتونو کې وژل او ټپيان شوي وي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |