د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا د دفاع وزارت د جون په ۱۰مه نېټه وويل چې دري امريکايي سرتيري په همدې ورځ د افغانستان په ختيځ کې ووژل شول او يو امريکايي سرتيری ټپي شو.
د امريکا د دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې لنډې اعلاميې په خپرولو سره دغه حالت خپور کړ او ويې ويل چې د دغې پيښې په هکله پلټنه روانه ده.
د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوګياني وويل چې يو افغان سرتيري په همدې ورځ د دغه ولايت د اچين په سيمه کې دوه امريکايي سرتيری هم ووژل او دوه تنه يې ټپيان کړل، ورپسي دغه سرتيري د امريکايي پوځ لخوا ووژل شو.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |