CRI Online

د استانا نړيوال نندارتون نويو انرژيو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-11 17:35:51


د قزاقستان د نندارې تالار. 

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د ۲۰۱۷ کال د استانا نړيوال نندارتون د جون په ۱۰مه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شو چې ۱۱۵ هېوادونه او ۲۲ نړيوال سازمانونه په کې برخمن دي. د دغه نندارتون عمده مضمون د راتلونکې انرژۍ ده چې بېلا بېلې خواوې د نويو انرژيو پيدا کول او کارولو ته پاملرنه کوي او د دواملرونکي پرمختګ لپاره تر ټولو اغيزمن او مساعد او تر سره کوونکی عملي پلان وړاندوينه کوي تر څو په راتلونکې کې د انرژيو د پرمختګ همکاريزه لاره ولټوي.

دغه ځانګړی نړيوال نندارتون چې لومړی ځل د منځنۍ اسيا د هېواد لخوا تر سره کيږي. په ۹مه نېټه ماښام د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف وويل چې قزاقستان به د دغه نړيوال نندارتون له لارې په فعاله توګه بيا استفاده وړ انرژي وکاروي، د انرژيو د استفادې اندازه به کمه کړي او ګام په ګام د پاکو انرژيو په کارولو سره اقتصاد ته انتقال کړي. هغه هېله څرګنده کړه چې د راتلونکې انرژۍ مضمون به د انسانانو د ساينسي پرمختګ او د تخنيکونو د نوښت مرکزي مقام ونيسي.

دغه نړيوال نندارتون به د سپتمبر تر لسمې نيټې پوري دوام ولري او اټکل کېږي چې ۵مليون بهرني سيلانيان به له دغه نندارتون څخه ليدنه وکړي.


نندارچيان د قزاقستان د نندارې په تالار کې .


يوه نندارچي د چين د نندارې په تالار کې تجربه کوي.


د چک د نندارې په تالار کې نندارې ته وړاندې شوي بايسکلونه


د بريتانيې د نندارې په تالار کې د نويو تخنيکونو په وسيله جوړ شوي څراغونه.


نندارچيان د مراکش د نندارې له تالار څخه ليدنه کوي.


يو نندارچي د اطريش د نندارې په تالار کې د ښودل شوي بايسکل تجربه کوي.


نندارچيان د جرمني د نندارې په تالار کې د انرژۍ بدلوونکی سامان الات ګوري.


د قزاقستان د نندارې په تالار کې 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای