د سين هوااژانس د خبر له مخې: د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جون په ۱۰مه نېټه وويل چې روسيه له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې امريکا د سوريي حکومت پر پلويانو وسله والو بريدونه کوي او هېله لري چې امريکا د ورته پيښو د مخنيوي لپاره تدبيرونه غوره کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې په يو اعلاميه کې وويل چې سيرګي لاوروف په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسون سره په ټليفوني خبرو کې د سوريې د اوسنيو حالاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه او په سوريه کې د شخړو د حلولو په برخه کې يې د همکاريو د پياوړتيا تصديق کړې.په اعلاميه کې ويل شوي چې دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د سوريې مسلې په هکله د استانا خبرو اترو او د ژنيو د خبرو اترو په شمول د اوسنيو لارو په کارولو سره په سوريه کې د بېلا بېلو خواوو تر منځ د اتحاد هڅونه وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |