CRI Online

د شينجيانګ التای سيمې ته لومړۍ غځېدلې رېلوې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-11 19:45:32

د جون د لسمې نېټې د سهار په نهو بجو دK9772/3نمبر اورګاډی د شينجيانګ له شمالي التای ښار څخه د جنوبي اقسو ښار په لوري روان شو او په دې توګه التای سيمې ته چې د شينجيانګ په ډېره شمالي څنډه کې واقع ده، لومړۍ غځېدلې رېلوې رسماً پرانيستل شوه.

د شينجيانګ د مرکزي ارومچي ښار رېلوې اداره وايي، د اورګاډي دغه پټلۍ ۶۷.۰۵ کلومتره اوږدوالی لري او د شينجيانګ د رېلوې له مهمو پروژو څخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای