CRI Online

د چين د سوله ساتونکو چورلکو لومړۍ ډله د م م د سوله ساتلو دندې په موخه سوډان ته لاړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-11 20:00:57

د جون په لسمه نېټه د سهار په شپږو بجو د چين د سوله ساتونکو چورلکو د لومړۍ ډلې لومړی مقدماتي ټيم چې پکې ۱۲ سرتيري او دوه چورلکې شاملې دي، د م م د سوله ساتلو دندې په موخه د چين د شمالي تيان جين ښار له نړيوال هوايي ډګر څخه د سوډان دارفور ته لاړ.

د دغه ټيم رئيس چن ون لونګ وايي، په افريقا کې به د سوله ساتلو دندې د ترسره کولو په موده کې د چين د ولسي پوځ د جوړېدو ۹۰ مه کليزه راورسيږي، موږ به په ښه توګه خپله دنده بشپړه کړو ترڅو د چين پوځ د بڼې ساتنه وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای