CRI Online

ډونالډ ټرمپ به له پولنډ څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-12 09:16:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پولنډ د بهرنيو چارو وزير کرزيزتوف سزيرسکي د جون په يوولسمه نېټه خبري رسنيو ته وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له پولنډ څخه ليدنه وکړي او له دې څخه څرګندېږي چې پولنډ د ناټو د ختيځې برخې د امنيت د ساتنې په برخه کې ډېر مهم رول لري. هغه پر دې ټينګار وکړ چې پولنډ په خپلو ځمکو کې د امريکايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل منلي دي.

هغه وويل، له پولنډ څخه د ټرمپ له ليدنې څخه څرګندېږي چې پولنډ د امريکا مهم ملګر هېواد او د ناټو مهم دوست هېواد دی. ټرمپ به په دې ليدنه کې د بالتيک، تورسمندرګي او ادرياتيک سمندري سيمې د همکارو هېوادونو له مشرانو سره ملاقاتونه وکړي.

څو ورځې مخکې، د امريکا سپينې ماڼۍ د دې خبر پخلی کړی و چې ډونالډ ټرمپ به د شلو هېوادونو ډلې له سرمشريزې غونډې مخکې له پولنډ څخه ليدنه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای