CRI Online

کويټ: قطر غواړي د خبرو اترو له لارې له اړوندو هېوادونو سره اړيکې بيا ټينګې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-12 09:16:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کويټ د بهرنيو چارو وزير شيخ سباح الخالد سباح د جون په يوولسمه نېټه وويل، قطر چمتو دی چې د خليج سيمې د نورو هېوادونو اندېښنې او نظريې واوري او د خبرو اترو له لارې له اړوندو هېوادونو سره اړيکې بيا ټينګې کړي.

د کويټ اژانس د خبر له مخې، نوموړي په يوه اعلاميه کې وويل، قطر په دې پوه شوی چې د خليج سيمې هېوادونه د ځينو مسئلو په باب توپيرونه لري او غواړي چې د خبرو اترو له لارې د دوي تر منځ توپيرونه لېرې کړي څو چې د سيمې امنيت او ثبات وساتل شي. کويت به د خليج سيمې له هېوادونو سره د دوستانه اړيکو د ساتنې په اصولو سره د اړوندو هېوادونو تر منځ منځګړيتوب وکړي، څو چې اوسنۍ ستونزې لمنځه يووړل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای