CRI Online

قطر به د اړيکو پرې کوونکو هېوادونو د اتباعو ګټې او حقوقو وساتي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-12 09:17:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر د کورنيو چارو وزارت د جون په يوولسمه نېټه وويل، قطر به د اړيکو پرې کوونکو هېوادونو د اتباعو ګټې او حقوقو وساتي، برسيره پر دې، له دغه هېوادونو سره د ديپلوماتيکې کچې د ټيټوالي تدبيرونه به هم و نه نيول شي. په قطر کې د اړيکو پرې کوونکو هېوادونو اتباع د قوانينو سره سم پوره ازاد او حقوق لري.

د مالوماتو له مخې، د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په ګډون هېوادونو له خپلو اتباعو څخه غوښتنه کړې ده چې له قطر څخه ووځي او د قطر اتباعو ته يې امر کړی دی چې د اړيکو د پرې کولو وروسته په څوارلسو ورځو کې ووځي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای