CRI Online

ليو يون شان د BRICS هېوادونو د ګوندونو او ملکي سازمانونو د فورم له برخوالو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-12 09:18:06

د سيهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي ليو يون شان د جون په يوولسمه نېټه په فو جيو ښار کې د BRICS هېوادونو د ګوندونو او ملکي سازمانونو د فورم له برخوالو سره وکتل.

هغه د فليپين د ديموکراتيک ولسي قوت ګوند له مشر اګويلينو کوکو پيمنتيل سره د ليدنې په ترڅ کې وويل، د چين او فليپين تر منځ اړيکو د پرمختګ اينده د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د فليپين د ولسمشر رودريګو دوټريت د پاملرنې او هڅونې په رڼا کې ډېره روښانه ده. هيله لرم چې دواړې خواوې د دواړو مشرانو لخوا لاسليک شوي موافقه ليکونه پلې کړي او په هره برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، څو چې د دواړو هېوادونو وګړو ته ګټې ورسول شي.

هغه د لاوس د دولت رئيس له مرستيال پهانخام ويپهاوانح سره ليدنې په ترڅ کې وويل، اوس د چين او لاوس تر منځ اړيکې د پخوا په نسبت ډېرې ښې دي، د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي اعتماد دورځ په ورځ د ژورتيا په حال کې دی. چين به له لاوس سره يو ځای د خپلمنځي اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای