CRI Online

د امانويل ماکرون په مشرۍ ائتلافي جبهې د فرانسې د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې تر نورو مخکې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-12 10:14:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه ابتدايي نتيجه خپره کړه چې له مخې يې د ولسمشر مانويل ماکرون په مشرۍ ائتلافې جبهې د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې تر نورومخکی  دي چې له دې امله ښايي د راتلونکې دورې په پارلمان کې زياترې څوکۍ تر لاسه کړي.

د ياد وزارت له خوا د خپرې شوې نتيجې له مخې د ماکرون په مشرۍ د جمهوريت د پرمخبيولو ګوند او د دې هېواد د ديموکراتيک غورځنګ ګوند په ګډون ائتلافې جبهې په سلو کې يودېرش اعشاريه اووه دېرش رايې تر لاسه کړې چې دغه شمېر د نورو ګوندونو او ډلو په پرتله زيات دی.

د فرانسې د ځينو ولسي پلټونکو اورګانونو د اټکل له مخې ياده جبهه ښايي د پارلمان څلور سوه څوکۍ تر لاسه کړي.غاټول 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای