د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزارت د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه وويل چې امريکايي پوځ په همدې ورځ د سومالي د ځوانانو ګوند پر هدفونو بمباري کړې ده.
دغه وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې امريکايي پوځ پر ځايي وخت د روانې مياشتې د يوولسمې نيټې په سهار د سومالي پلازمينې موګاديشو په جنوب لويديځ کې د ځوانانو ګوند پر هدفونو هوايي بمباري کړې چې په دې وروستيو ورځو کې يې د سومالي پر پوځي اډې د ياد ګوند له خوا تر سره شوی بريد ته ځواب ور کړ.
په دې اعلاميه کې دغه هدفونه او د هوايي بمبارۍ د نتيجې په اړه څه نه دي ويل شوي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |