د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اسرئيلو د دفاع وزير اويګدور ليبرمن د جون په ۱۱ مه نېټه وويل چې،اسرئيلو کې سږ کال د يهوديانو د نويو جوړ شويو کورونو شمېر له ۱۹۹۲ نه وروسته ډير لوړ ريکارډ قايم کړی دی.
اويګدور ليبرمن په همدې ورځ د کابينې په اوونيزه غونډه کې ياد معلومات ور کړل. هغه زياته کړه چې، د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نه وروسته د اسرئيلو په يهود ميشتو ځايونو کې د ۸۳۴۵ نويو کورونو د جوړولو لپاره اجازه ور کړې ده چې له دې جملې څخه د ۳۰۶۶ نويو کورونو د منلو مرحلې بشپړې شوې دي او د ودانولو بهېر به يې پيل شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |