د چين د ګوانګ مينګ ورځپانې د خبر له مخې په فلمي ساحه کې د چين او قزاقستان ترمنځ د همکاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې د پياوړتيا په موخه د ٢٠١٧ کال لپاره په قزاقستان کې د چين فلمونو نندارتون يعنې د شينجيانګ د فلمونو اوونۍ په نوم فعاليت د جون له لسمې نيټې څخه په الماتا کې پيل شو او د روانې مياشتې تر ٢٥مې نيټې پورې به دوام ولري.
په دوه اوونيز فعاليت کې به د دې ښار په پنځو سينماګانو کې د شنيجانګ د بېلا بېلو قومي خلکو د زيارايستلو او زړه ورتوب په هکله څلور فلمونه خپاره شي.ياد فعاليت د چين د شينجيانګ د اطلاعاتو نشراتو د راډيوګانو او فلمونو ادارې،د قزاقستان د فلمونو د دولتي شرکت ،د شينجانګ د تيان شان د فلم اخيستونکې فابريکې او د شينجيانګ د فلمونو د خپرولو شرکت له خوا جوړ شوی دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |