CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان د نړيوالې سولې او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هڅه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-12 15:09:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ١٧مه غونډه د روانې مياشتې له اتمې نيټې څخه تر نهمې نيټې پورې د قزاقستان په پلازمينه استانا کې تر سره شوه.برخه والو د دې سازمان د پرمختيايي حالت، دندې، راتلونکې او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه او ګډو نظريو ته رسيدلي دي.په دې غونډه کې هند او پاکستان د غړو په توګه په دې سازمان کې شامل شوي دي. د څېړونکو په اند داسي ښکاريږي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان پرمختګ نوي پړاو ته رسيدلی دی.

د غړو هېوادونو تر زياتېدو وروسته د دې سازمان جغرافيايي چوکاټ جنوبي اسيا ته پراخ شوی چې مساحت يې د اروپايي او اسيايي وچو درې په پنځه برخه ده او نفوس يې د نړۍ نيمه برخه نيسي.د يو داسې سيمه ييز سازمان استازيتوب پياوړی شوی او همکاريز امکانات زيات شوي چې غړی هېوادونه او نفوس يې ډېر دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای