د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د جي ام اس په سيمه کې يعنې د ميکونګ سيند پر غاړه د پرتو هېوادونو د مالونو ليږدونې چارو د همکاريزې کميټې پنځمه غونډه د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د چين په کون مينګ کې تر سره شوه.د چين، تايلنډ، لاوس او ميانمار اړوندو تصديو د انټرنټ او د مالونو ليږدونې په هکله همکاريز تړون لاسليک کړ.
په همدې ورځ د نوموړو څلورو هېوادونو په شمول د شپږو هېوادونو د مالونو ليږدونې چارو کارپوهانو او د اړوندو تصديو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ او د يو کمربند او يولارې په رڼا کې يې د انټرنټ په وسيله د مالونو ليږدونې په چارو کې د خپلمنځي همکاريو په باب بحث وکړ. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |