CRI Online

د چين چارواکي: په تېرو لسګونو کلونو کې چين په ګردې کرۍ کې د انرژۍ د سپما په ساحه کې زيات خدمتونه کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-12 14:51:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال لپاره د چين د انرژۍ د سپما د اطلاعاتي اوونۍ يعنې د کاربن د کمښت ورځې تر عنوان لاندې فعاليت د جون په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې پيل شو. د چين د انکشاف او اصلاحاتو دولتي کميټې مرستيال جانګ يونګ د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې اوسمهال د چين اقتصادي پرمختګ په انرژۍ باندې د زړه تړلو اندازه په ښکاره توګه کمه شوې ده او په راتلونکې کې به د توليدي طرزونو د شين کېدو بهير چټک شي او د کاربن د کمښت پر بنسټ به استهلاکي موډل جوړ شي.

د انرژۍ سپما او د توليدي توان لوړتيا په ټولې نړۍ کې د ډېر چټک، ارزان او پاک طرز په توګه بلل کېږي. سږ کال به چين د ياد فعاليت په موده کې د انرژۍ سپما په موخه د هر کس د خدمت او شريکولو او په صنعتي چارو کې د کاربن د کمښت پر بنسټ د پرمختګ تر عنوان لاندې رنګارنګ فعاليتونه تر سره کړي. 

د عمومي او عام المنفعه خدمات د اعلانونو پر خپرېدو سر بېره، د چين په بېلا بېلو ځايونو کې به په پوهنتونونو، تصديو او استوګنځايونو کې د انرژۍ د سپمولو تخنيکونو، توليداتو او طرزونو د خپرېدو فعاليتونه تر سره شي، تر څو په صنعتي چارو کې او د خلکو په ژوند کې د کاربن د کمښت پر بنسټ د پرمختګ عادت رامنځته شي. د دې ترڅنګ د پاملرنې وړ ځای دا دی چې د ځينو تصديو استازو د انرژۍ د سپما په اړه ژمنې کړې دي. د چين د نفتو کيمياوي صنعتي ډله ييز شرکت مرستيال جياو فانګ جنګ داسې وړانديز وکړ.

(( تصدۍ بايد په جدي توګه د انرژۍ د سپما په اړه دولتي او ځايي مقررات پلی کړي، په پوره توګه دې د انرژۍ د سپما موخو ته ورسېږي، د انرژۍ د سپما لپاره دې تخنيکونه او تجهېزات ترميم او لوړ کړي، د انرژۍ د سپما نظام او تګلاره دې جوړه کړي او هغو څانګو او کسانو ته دې نقدي او مادي مکافات ورکړي کوم چې د انرژۍ د سپما په ساحه کې د ليدو وړ خدمتونه کړي دي. ))

په تېرو لسګونو کلونو کې چين د کورنيو توليداتو د هر واحد په اندازې د انرژۍ د کارولو انډول د ټيټوالي لپاره کوښښ کړی دی او کوي يي. اوس د چين اقتصادي پرمختګ په انرژۍ باندې د زړه تړلو اندازه په ښکاره توګه کمه شوې ده. د چين د انکشاف او اصلاحاتو دولتي کميټې مرستيال جانګ يونګ وويل،((له ۲۰۰۵م څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې په چين کې د کورنيو توليداتو د هر واحد په اندازه د انرژۍ د کارولو انډول اووه دېرش اعشاريه درې سلنه کم شوی، د يو مليارډ او اته سوه مليونو ټنو په وزن سکاره سپما شوي او د شاوخوا څلور مليارډو ټنو کاربن دوه اکسايد کم شوي دي. ويل کېږي چې د چين اقتصادي پرمختګ په انرژۍ باندې د زړه تړلو اندازه کمه شوې ده. په دې موده کې چين په ګردې کرۍ کې د انرژۍ د سپما لپاره ډېر زيات خدمتونه کړي او د ټولې نړۍ د شين رنګ کېدو او د کاربن د کمښت لپاره يې مهم رول لوبولی دی.))

اوسمهال په چين کې د انرژۍ د سپما موخو ته د رسېدو په هکله د ارزونې او څارنې سيستم، د انرژۍ د سپما قوانين او د انرژۍ د کارولو او خرڅلاو ازموينه د بشپړېدو په حال کې ده. ښاغلي جانګ يونګ وويل، چې چين به په راتلونکې کې د توليدي وسايل د شين کېدو او د کاربن د کمښت پر بنسټ د استهلاکي موډل د جوړولو لپاره هڅې وکړي. ده وويل،

چين به په صنعتي چارو کې د توليدي وسايلو د شين کېدو او د طبيعي انرژيو د کارولو انډول د کمولو او د پاکو انرژيو د کارولو د لوړتيا لپاره هڅې وکړي. د جامو، ډوډۍ، استوګنې، ترافيک او سيل په ساحو کې د بدخرڅې او اسراف د مخنيوي او د کاربن د کمښت پر بنسټ د استهلاکي طرزونو او نظرونو د ټينګېدو لپاره به تدبيرونه ونيسي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای