د نړيوالې دوستانه سوداګريزې ټولنې څلورمه غونډه په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې تر سره شوه.د يوپنځوسو هېوادونو او سيمو د سوداګريزو ټولنو مشرانو، په چين کې د اړوندو هېوادونو سفارتونو سوداګريزو مامورينو او د چيني او خارجي تصديو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ او د يو کمربند او يوې لارې په رڼا کې د اړوندو هېوادونو د انټرنټي سوداګرۍ د پرمختيايي فرصتونو او ننګونو باب يې بحث وکړ او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو د سوداګريزو ټولنو د جوړېدو په هکله يې وړانديز وکړ تر څو د يو کمربند او يوې لارې په نړيوالې همکارۍ کې د منځنيو او کوچينو تصديو د برخې اخيستلو لپاره يو نوی ډګر جوړ شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |