د ايران د خبري اژانس د خبر له مخې: د ايران پوليسو د هورمزګان په ولايت کې څلور ترهګر ووژل او ځای پر ځای ځينې وسلې او چاويدونکي مواد او د داعش يو تور بيرغ يې نيولي.
د هورمزګان ولايت د پوليسو ادارې چارواکي عزيز الله ملکي وويل چې پوليسو د دغه ولايت د رودان ولسوالې ته نژدی په يوه غرنې سيمه کې دغه څلور ترهګر ووژل چې دوه تنه د بهرنيو هېوادونو د هويت ثبت نامې درلودې او د نورو دوو تنو هويت مالوم نه دی. پوليسو ځای پر ځای څلور دانې وسلې، ۱۱۲ بمونه، ځيني چاوديدونکي مواد او د داعش يو تور بيرغ پيدا کړل.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |