د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين او د جنوبي او جنوب ختيځي اسيا د پوهانو پنځم فورم د جون د ۱۲مې نيټې له غرمې وروسته د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پرانيستل شو. د دغه فورم مضمون نوی فرصت، نوی وريښمينې لارې، نوي تدبيرونه: د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د چين او د جنوب او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو تر منځ د واقعي همکارۍ ټينګښت دی.
د ۱۴ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څه دپاسه ۳۰۰ کارپوهان به په دوه ورځني فورم کې د بنګلاديش، چين، هند او ميانمار د اقتصادي دهليز، د چين او د اندوچينا ټاپووزمې تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ، د لان څانګ سيند او د مې ګړنګ سيند په سيمو کې د همکارۍ، د کولتور او سيلانې په چارو کې د همکارۍ، د نړيوالو توليدي انرژيو په برخه کې د نړيوالې همکارۍ او د يون نان ولايت او د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د قومي، اقتصادي، ټولنيز او کولتوري تګ راتګ به په بحثونه وکړي.
ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |