د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جون په ۱۲مه نيټه څرګنده کړه چې پوليسو په همدې ورځ د کابل ولايت ته نژدې په وردګ ولايت کې يو ځانمرګی بريدګر نيولی دی.
د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې له مخې، ياد بريدګر د طالبانو يو مهم قوماندان دی چې په کابل ښار کې د بېلا بېلو بريدونو د پلانونولو دنده پر غاړه لري. پوليسو د ده په پټنځای کې د لسو هاوانونو په شمول زياتې وسلې او مرمۍ موندلې دي. د نيول کېدو پر وخت دغه بريدګر د يو بريد په پلانولو بوخت و.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |