د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت د والي وياند عطآ الله خوګياڼي د جون په ۱۲مه نېټه وويل چې په افغانستان کې د ميشته امريکايي پوځ د موټرو کاروان په همدې ورځ په غه ولايت کې د ماين له کمين سره مخامخ شو او ورپسي امريکايي پوځ د ډزو په وسيله دوه ماشومان ووژل.
خوګياڼي وويل چې په افغانستان کې د امريکايي پوځ د موټرو کاروان په همدې ورځ سهار د غني خيلو په ولسوالۍ کې د وسله والو لخوا د ماين له کمين سره مخامخ شو، ورپسي امريکايي پوځ ډزې وکړې چې له امله يې يو اته کلن او يو لس کلن کوچنيان وژل شوي دي.
خوګياڼي د امريکايي پوځ د مرګژوبلې په اړه څه ونه ويل، د نوموړي په وينا د يادو پيښو په اړه پلټنې روانې دي.
په افغانستان کې ميشته امريکايي پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا او افغان ځواکونو د موټرو کاروان په ننګرهار ولايت کې د بمونو او سپکو وسلو له بريدونو سره مخامخ شو او ورپسې يې ګډو ځواکونو ځوابي بريدونه وکړل چې امريکايي پوځ ته هيڅ مرګژوبله نه ده اوښتې. تر اوسه د ملکي خلکو د مرګژوبلې په اړه رسمي خبر نه دی ورکړل شوی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |