CRI Online

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه د کمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان له عمومي مدير سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-13 09:15:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه د جون په ۱۲مه نيټه په بېجينګ کې د کمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان له عمومي مدير ښاغلي احمت يوزومجو سره وکتل.

ښاغلي يانګ جيې چه څرګنده کړه چې سږ کال د کمياوي وسلو د ممنوعيت تړون د نافذېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی او هم د کمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان د جوړېدو ۲۰م کال دی. له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې ياد تړون د کمياوي وسلو د له منځه وړلو او د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. چين د ياد تړون له موخې څخه ټينګ ملاتړ کوي، په جدي توګه د تړون اړوندې وظيفې تر سره کوي او هيله لري چې د کمياوي وسلو د ممنوعيت له سازمان سره په پر له پسې توګه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

ښاغلي احمت په دې سازمان کې د چين د مهم رول او په وروستيو ۲۰ کلونو کې د چين د اړوندو لاسته راوړنو ستاينه وکړه او له چين سره د همکارۍ ژورتيا هيله يې وښودله.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای