CRI Online

د BRICS هېوادونو د سياسي ګوندونو، څېړنيزو ارګانونو او ټولنيزو سازمانونو په فورم کې د فو جو وړانديز تصويب شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-13 09:17:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د BRICS هېوادونو د سياسي ګوندونو، څېړنيزو ارګانونو او ټولنيزو سازمانونو په هغه فورم کې چې د جون په ۱۲مه نيټه د چين په جنوب فو جو ښار کې پای ته ورسېد، د فو جو وړانديز تصويب شو. په دغه وړانديز کې ويل شوي چې د BRICS هېوادونه بايد د تګلارو په برخه کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي، د همکارۍ ساحې دې پراخې کړي، له نورو نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو سره دې زياتې او ژورې همکارۍ وکړي او په يو لړ مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې دې ګډ عمليات تر سره کړي.

د دغه وړانديز له مخې، د BRICS هېوادونه د کلتور او سرچينو په برخو کې ټول لوی هېوادونه دي، نو بايد د خپلو تفوقونو څخه په کار اخيستلو سره دې خپلمنځي کلتوري همکارۍ ژورې کړي څو چې وګړي د BRICS هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو همکاريو کې مثبت ګډون وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای