د سين هوااژانس د خبر له مخې: د عراق د پارلمان يو غړي د جون په ۱۲مه نېټه ماښام وويل چې د موصول ښار په ختيځ کې د ملکي خلکو په کمپ کې شاو خوا ۹۰۰ تنه د خوراکي توکو خوړلو له امله مسموم شوي دي.
د عراق په پارلمان کې د ملکي خلکو د ترتيبولو چارو مسول ذاهيد ال اتوني وويل چې مسموم شوي کسان روغتون ته ليږدول شوي چې زيات شمير يې ښځې، زاړه کسان او ماشومان دي. اوس د دغو کسانو حالت تر کنټرول لاندی راغلی ، تر دې دمه څوک مړه شوي نه دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |