CRI Online

د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسی به په شمالي کوريا کې د ذروي پلان د څيړنې کارونه پياوړي کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-13 09:30:58

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې عمومي مدير يوکيا امانو د جون په ۱۲مه نېټه په ويانا کې وويل چې زموږ اداره به په په شمالي کوريا کې د ذروي پلان د څيړنې کارونه پياوړي کړي تر څو د دغې مسلې په هکله د اړين رول د لوبولو لپاره تياريانې ونيول شي.

يوکيا امانو په همدې ورځ د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې اوس د دغې اېجنسې کوم پلټونکي په شمالي کوريا کې کار نه کوي او بايد د سپوږمکۍ په وسيله د عکسونو اخيستلو په شمول له نورو لارو په دغه هېواد کې د ذروي پلان د پرمختګ حالت تر لاسه کړو تر څو د دغه ذروي پلان په اړه خپل څېړنيز کارونه پياوړي کړو.

نوموړي له شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې اړوند تړونونه عملي کړي او له دغې اېجنسی سره همکارۍ وکړي، په ورته وخت کې نوموړي دا څرګنده کړه چې تر اوسه هيڅ داسې نښه نه شته چې شمالي کوريا د دغې مسلې په هکله فعال غبرګون ښودلی دي، خو دغه اېجنسی بايد د اړين رول د لوبولو لپاره تياريانې ونيسي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای