د چين خبري اژانس د خبر له مخې: په کرهنيزو چارو کې د ساينس او تخنيکونو د نوښت پياوړتيا لپاره همکارۍ او تګ راتګ کول او د ګډ پرمختګ موندل تر عنوان لاندې په جنوبي او جنوب ختيځې اسيا کې په کرهنيزو چارو کې د ساينس او تخنيکونو د نوښت په اړه سمينار د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې تر سره شوه. ياد سمينار يوه ګډه اعلاميه خپره کړې چې له مخې يې په کرهنيزو چارو کې د ساينس او تخنيکونو د نوښت په اړه د جنوبي او جنوب ختيځې اسيا د نوې ګډې ټولنې د جوړيدو خبر پکې ورکړل شوی دی.
دغه ټولنه د يون نان ولايت د کرهنيزو چارو د علمي اکاډمې لخوا تر وړاندې کېدو لاندې د جنوبي او د جنوب ختيځې اسيا په هېودونو کې د کرهنيزو چارو د علمي څيړنې، د ښوونيزو څانګو او تصديو لخوا جوړه شوه. دغه ټولنه تر نړيوالې څو اړخيزې همکارۍ لاندې يو پرانيستی غير حکومتي او ګټه نه تر لاسه کوونکي ډګر دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |